کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٣ :
په کندزولايت کې نن اته ټنه بي کيفيته اوتيرتاريخ خوراکي توکي وسوځول شول.
دکندزولايت دعامې روغتيا رييس باختراژانس ته وويل : دغه مواد چې ددغه ولايت له مرکز اوولسواليو څخه دموظف هييت له خوا راټول کړي شوي وو نن دهييت په وړاندې له منځه يوړول شول.
خبرځاى وويل دهييت دکاربهير ددغه ښار په نورو سيمو کې دوام لري.