کابل / د کب ٢٩ مه / باختر
په خوست کې د اوبو د يوې شبکې په جوړېدو سره، لسګونه کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسى پيدا کوي.
د دغې شبکې اوبه له پنځو کيندل شويو څاګانوڅخه برابرېري او د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي ترې ګټه اخلي.
دغه شبکه د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۶۴۳ زره افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
د خوست د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغې شبکې په جوړېدو سره ٨٢ کورنۍ د لومړي ځل لپاره څښاک ته لاسرسي پيدا کوي.
پاى \ ذ