امنیت

پنځه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/باختر/ د زمري ٢٩مه
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په لوګرکې ووژل شول.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د څرخ ولسوالۍ په پنګرام کلي کې د پوځيانو په عملياتوکې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په عملياتوکې دوسله والو طالبانو څلور موټر سايکلونه هم له منځه تللي دي.
د تېرې يوې مياشتې په بهيرکې په لوګرکې د افغان پوځيانو په ځمکنيو او هوايي بريدونوکې وسله والو طالبانو ته د سر درانده زيانونه اوښتى دي.
ختم- عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته