کابل / دکب ١٤مه /باختر
د مدني ټولنې يوشمېر فعالو ښځو نن د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د بېلابېلو برخو په کتنه کې د دغه بنسټ د استخدام نوي سيستمونه وڅېړل.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د دغې کتنې په بهير کې په داسې حال کې چې د دولتي اوخصوصي پوهنتونونو يوشمېر استادانو او محصلانو او د دولتي ادارو يو شمېر کارکوونکو ګډون کړې و،. برخه والو د کمېسيون بېلابېلوبرخوته په ورتګ سره د مراجعينو د خدمتونومرکز د تعييانو بورد، د شکايتونو د څېړنې بورد، د ازموينو د محتوا د تحقيق او تدوين مرکز،د فاطمه قادريان د ازموينو مرکز او د رباط جوړونکو نجونو د ډلې او دغه راز د استخدام نوي سيستمونه وکتل.
د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون مسوولينو د کمېسيون د بېلابېلو برخود فعاليتونو په اړه د معلوماتو پر وړاندې کولو برسيره د کتنې د برخه والو پوښتنوته يې ځوابونه ورکړل.
ختم- ج –ا