خبرونهاقتصادTOP

تېره میاشت د څه ‌باندې ۱۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

 کابل، د کب ۲۱مه، باختر

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د سلواغې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي چې له مخې یې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۴.۱ ميليونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۳.۵ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د دغې ادارې له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تېر کال په همدې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۶٫۷ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د تېر کال د سلواغې مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د روان کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۴۲.۶ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

له بل لوري د ۱۴۰۱ کال په سلواغه میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۴.۶ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په یاده مياشت کې د ۹۸.۹ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د تېر او روان ۱۴۰۲ کال په سلواغه مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

همدا ډول د تېر کال په سلواغه مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو څخه شوي وو او د روان کال په همدې مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، چین او پاکستان څخه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته