خبرونهامنیت

په ننګرهار کې دوه تنه د داعش په ډله کې د غړيتوب په تور ونيول شول

۱۳- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د ملي امنيت مامورینو په ننګرهار کې دوه کسان د داعش په ډله کې د غړيتوب په تور ونيول.
دغه کسان تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې له يو پټنځي څخه د عملياتو په بهیر کې ونيول شول.
د ملي امنيت د (٠٢) قطعي يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې مامورینو دغه دوه کسان د داعش په ډله کې د غړيتوب په تور له جنګي وسايلو سره نيولي دي.
له دوى څخه يو کلاشينکوف او لاسي بم ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته