کابل باختر دسلواغې ١٠ نيټه :
دوولس تنه وسله وال طالبان تېره شپه د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې
ووژل شول.
د غزني ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان د غوڅ ملاتړ د هوايي ځواکونو په هغو عملياتو کې چې د دغه ولايت د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوى په پټنځايونو ترسره شول ، ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه په دغو هوايي بريدونو کې شپږ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن څو ليږدونکي واسطې اوجنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي .
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ