خبرونهامنیت

اته ماینونه په غزني کې کشف شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د غزني پولیسو په دغه ولایت کې د اتو ماینونو په کشف او شنډولو سره د څو چاودنو مخه ونیوله.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت باختر آژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ پولیسو اته ماینونه د دغه ولایت په مرکز او د جغتو ولسوالۍ او آبند ولسوالیو په مربوطاتو کې کشف او شنډ کړي دي.
د یو بل خبر له مخې:
دوه وسله وال طالبان د غزني د ګیلان ولسوالۍ په بختیار ساحه کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول چې مړي او جنګي وسایل یې د جګړې په سیمه کې پاتې دي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته