کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٨ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي دکاناډا صدراعظم ستيفن هارپر ته ددغه هېواد دملي ورځې له امله مبارکي وويله .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دمبارکۍ په پيغام کې ويل شوي دي ،خوښ يم چې دافغانستان دخلکو په استازيتوب دکاناډا دملي ورځې په مناسبت دډيرو ښو او صميمانه مبارکيو مراتب تاسو او دکاناډا دوستو خلکو ته څرګندوم.
کاناډا زموږ دوست او همکار هېواد دى چې په بيلابيلو وختونو او نړيوالو مناسبتونو کې يې له افغانستان سره خپله دوستي ثابته کړې ده .
هيله لرم چې دافغانستان او د دوست هېواد کاناډا ترمنځ اوسنۍ دوستانه اړيکې او متقابلې همکارۍ له پخوا زياته پراختيا ومومي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ