٢٤- کابل / د لیندی ۲۲ / باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل: وسله والو طالبانو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پرپوستو د تروریستي بریدونو نیت درلود چې د هوا له لارې پرې یرغل وشو او په پایله کې اته وسله وال طالبان ووژل شول.
پای-ع
2 د یوې دقیقې څخه لږ