-نیلي د وږي ۲ باختر
د دایکنډي په مرکزنیلي ښارکې د څه نا څه ۹ کیلومتره سړک د پخولو کارنن پیل شو.
د دایکنډي د سړکونود ساتنې او څارنې رییس خدا داد سیرت د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د دغه سړک د کېندنې او آوارولو کارمخکې پیل شوی و او همدا اوس دیرش سلنه يې پخولوته چمتوشوی دی .
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک د پخولو لپاره څه نا څه ۶۳۰ میلیونه افغانۍ اختصاص شوی دی .
د دایکنډي د سړکونود ساتنې او څارنې رییس وویل چې دغه سړکونه په تېرو وختو کې په خامه توګه ووچې د پخولو په بشپړېدوسره د پاخه او معیاري سړکونود نشتوالي په برخه کې د نیلي ښارد اوسېدونکوستونزې به لرې شي .
د دغه سړک د کارد پیلولوپه بهیر کې د دایکنډي والي ضیا همدرد ، نورملکي او نظامي مسوولانو، د ولایتي شورا استازو، مدني فعالانواو یوشمېرخبریالانوشتون درلود .
ختم ع
0 1 دقیقه لوستل