جلال اباد باختر دثور ٢٢:
په ننګرهار ولايت کې له پاکستان څخه له دوه سوه راستنو شويو او اړو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دغو مرستو کې نغدې پيسې او روغتيايي بستې شته .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر فقير زي باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې په دوه سوه کورنيو نغدې پيسې او روغتيايي بستې ويشل شوي دي .
ده وويل په هرې کورنۍ شپږ زره افغانۍ نغدې پيسې او دروغتيايي لومړنيو مرستو بستې ويشلې شوي دي .
دغه مرستې دنړيوالو مرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ