سیاست

د نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د مبارکۍ پيغام

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ١٤مه :
د هېواد د شهیدانو په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو د شهیدانو یاد او خاطرې دې، په مبارکو ورځو کې ګرامي او د هغوی خالي ځای دي د احساس او عشق په ګلانو ډک او رنګین وي.
ګرانو هېوادوالو!
د نيکمرغه کوچني اختر یا د خدای تعالی د صالحو بندګانو د اختر د را رسېدو له امله تاسو ټولو مومنو هېوادوالو ته مبارکي وایم. هیله من یم چې د روژې په مبارکه میاشت کې مو طاعات او عبادات د خدای تعالی ج په دربار کې قبول او د اختر مبارکې ورځې مو په خوښۍ پيل کړي وي.
د ملي یووالي حکومت ژمن دی څو د امنیتي ځواکونو د اتلو شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وکړي او د ژوند د کړاوونو په له منځه وړلو کي یې له مسؤلیت سره سم عمل وکړي.
له نیکه مرغه چې نيکمرغه کوچنی اختر په ملي او نړیواله کچه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له مهمو پرمختګونو سره یو ځای شوی دی.
په کور دننه او بهر د ترهګریزو ډلو مهار او ځپل، د ملي اردو د دفاعي ځواک تثبیت، د قانون د حاکمیت پراخوالی، له اداري فساد سره مبارزه، د رغونې او بنسټونو د سترو پروژو پرانسته او پلان، په بېلابېلو برخو کې د نړیوالې ټولنې د مرستو او همکاریو جلبول او له ټولو مهمه،، د سیاسي نظام له استحکام، ګواښونو او ننګونو څخه تېريدل په تېر یوه کال کې د ملي یووالي د حکومت لاسته راوړنې دي.
شریفو افغانانو!
سره له دې چې د نا امنۍ او اقتصادي ریاضت یوه سخته او ستونزمنه دوره تر شا پرېږدی، خو دا ستونزمن پړاو به د الله (ج) په لطف اود دولت او ملت په همکارۍ، د سعادت او تلپاتې بریا په مټ له منځه ولاړ شي او د اختر د ورځو خوشحالۍ به ان شاالله په تلپاتې سوکالۍ او خوښۍ بدلې شي.
اختر مو مبارک شه؛
سر لوړي او بریالي و اوسئ!

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته