کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
يو ديارلس کلن هلک د بې احتياطى له امله د پښتون پل په سيمه کې د هريرود په سيندکې ډوب شو. د دغه هلک مړى تېره شپه د هرات ښار مرکزي روغتون وليږدول شو.
د هرات د حوزوي روغتون د اداري مدير او وياند محمد رفيق شيرزي د څرګندونو له مخې: د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې ٨ تنه د هرات په سيندونوکې ډوب او وژل شوي دي.
د يوبل خبرله مخې:
په هرات کې په تيرو ٢٤ ساعتونوکې دترافيکي پيښو له امله ٢٧ تنه ټپيان شول.
د روغتون مسوولينو د ښځو او ماشومانو په ګډون د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ