امنیت

يو تن دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په پکتيا ولايت کې يو تن د ترورستي فعاليتونو په تور ونيوه.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي .
دپکتيا ولايت دپتان ولسوالۍ يو اوسيدونکى چې په پکتيا ولايت په مربوطاتو کې په ترورستي فعاليتونو او ماين ښخولو بوخت و دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شو.
نيول شوي  سړي اعتراف کړى دى چې دطالبانو د ډلو درهبرۍ په دستور  يې  په زياتو تروريستي فعاليتونو لاس پورې کړى دى .
ديوبل خبرله مخې :  دملي امنيت دلوى  رياست موظفينو دپکتيا ولايت  له مر
بوطاتو څخه ديولړ اوپراتيفي عملياتوپه ترڅ  کې وسلې او  مهمات چې پکې يو آر پي جي _ ٧ توغندى ،يوه پيکا ، دوسايطو ضد شپږ ماينونه ،دوه سوه ديرش کيلو ګرامه نشه يي توکي او يوه زياته اندازه  ډول پوځي ادوات شامل دي کشف او شنډ کړل چې ددغووسلواو مهماتو په کشف او ترلاسه کولو سره ددغه ولايت په مربوطاتو کې دتروريستي پيښو مخه ونيول شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته