کابل / د سلواغې ۳۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د المان له ځانګړي استازي مارکوز پوټزل سره په ارګ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د مطبوعاتی دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزومسایلو او د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختیاوو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررییس د مونیخ امنیتي کنفرانس ته له سفر وروسته له والیانو، د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري، د قول اردوګانو او ولایتونو امنیه قومندانانو او د ولایتي شوراګانو مشرتابه او غړو سره د سولې پروسې په اړه خپلو مشورتي ناستو ته په اشارې هغه ګټورې وارزولې او وې ویل چې په دې اړه به یې د مشورو لړۍ ادامه ولري.