جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ٢٨ :
په ننګرهار ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
پوځيانو تېره شپه او نن سهار شپږ ماينونه چې د اچين، کوټ، هسکې مينې او چپرهار د ولسواليو په لويو لاروکې ښخ کړاى شوي وو، کشف او شنډ کړل.
د سيلاب قول اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې طالبانو غوښتل په دغو ماين ښخولو سره په ملکي وګړو خونړى بريدونه ترسره وکړي، خو بريالي نه شول.
ده وويل: د دغو ناکامو ماين ښخولو د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ