کابل / دمرغومي ١١مه / باختر :
دوه تنه مجرمين په هرات کې دملي امنيت دځانګړي ځواکونوپه بريد کې ونيول شول . نيول شوي کسان يو دنشه يي توکو قاچاق وړونکى دى او بلې انسان تښتوونکى دى .
د رارسېدلو خبرونو له مخې ، دغه دوه تنه دهرات ښار له دوو سيمو څخه په جلا جلا عملياتو کې ونيول شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل: نيول شويو کسانو په هرات کې دانسان تښتوونې او دنشه يي توکو دقاچاقو په لسګونو پېښو کې لاس درلود .
له دغوکسانو څخه جنګي وسايل او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، ١٦ تنه په هرات کې دجنايي جرمونو په اړوند ونيول شول .
پوليس وايي دغه کسان دجلا جلا عملياتو او دوسايطو دپلټنې په بهير کې دهرات ښار اويوشمېر ولسواليو څخه ونيول شول .
نيول شوي کسانو دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتوونې په اړوندتورن دي.
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل