امنیت

دطالبانو يو قوماندان ووژل شو.

کابل باختر دمرغومي شلمه
دطالبانو يو قوماندان هغه وخت ووژل شو چې يو شمير طالبانو په بادغيس ولايت کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
دبادغيس ولايت امنيه قوماندان شرف الدين شرف  باختراژانس ته وويل: دغه بريد پرون مازيګر هغه وخت وشو چې امنيتي مامورينو په دوو پوستو کې دپوليسو د سرتيرو دبدلون نيت درلود .
دده دڅرګندونو له مخې ، دطالبانو يو قوماندان ووژل شو او يوبل طالب ټپي شو .
دده دڅرګندونو له مخې ، ددغه بريد په بهير کې دپوستې يو پوليس  شهيد او درې تنه نور يې ټپيان شول .
په همدې حال کې ديو روغتيايي مرکز ډاکتران ددغې پيښې ددوو تنو ټپي پوليسو روغتيايي حالت خراب بولى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته