کابل باختر د وږي ١٢مه :
په فراه کې په هوايي بريد کې تېره شپه اته ډار اچوونکي ووژل شول .
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه بريد دفراه دپشت کوه ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په سنګرونودناتو دالوتکو ترسره کړ چې اته ډار اچوونکي ووژل شول اويوشمېر يې ټپيان شول او ددوى څو سنګرونه له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ويجاړ شول .
ديوبل خبرله مخې، دفراه په مرکز دقلعه زمان په کلي کې دپوليسو او ډاراچوونکو ترمنځ نښته کې درې پوليسان ټپيان شول .
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب وويل چې دپوليسو دغه منسوبان دډار اچوونکو په ناڅاپي بريد کې برسيرن ټپيان شول .
ختم_ سعيده _ اکرم