کابل / باختر/ دثور دمياشتې ٩مه نيټه :
په هرات ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ټپيان شول.
دغه پيښه دهرات – اسلام قلعه په لويه لاره کې ديوه سراچه ډوله موټر دچپه کيدو له امله رامنځته شوه.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ دغه ټپيان د دغه سراچه موټر سپرلۍ دي .
دپيښې ټپيان د درملنې په خاطرروغتون ته ليږدول شوي چې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى . پاى ج ذ