-کابل باخترد ثور شپږمه :
دقندهار ولايت دليسو ددولسمو ټولګيو څه دپاسه څلور زره شپږ سوه تنو فارغانو دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دګډون په موخه دکانکور ازموينه ورکړه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، دغه ازموينه له مرکز څخه داستول شوي هيئت او دقندهار ولايت دچارواکو په شتون واخستل شوه چې په هغې کې دقندهار ولايت دمرکز او ولسواليو دليسو څه دپاسه څلور زره شپږ سوه تنو فارغو نجونو اوهلکانو ددوو ورځو لپاره دکانکور ازموينه ورکړه .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ