اقتصاد

په غور کې ديولړ پروژو دجوړولو کار بشپړ شو .

کابل باختر د مرغومي  دريمه :
دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس وايي چې دروان کال په بهير کې  په دغه ولايت کې دټولګټو پروژوپه عملي  کولو سره دغور ولايت خلکو ته زياتې اسانتياوې  برابرې شوى دى .
انجنير محفوظ  الله فکور چې په دې باب  يې دباختراژانس له سيمه ئيز خبريال سره خبرې کولې وويل چې په روان کال کې دغور ولايت په بيلابيلو سيمو کې دموټرو دتګ راتګ دلسو پلونو ،  ١٨٠ پلګوټو او د ٢٥٧٢ متروپه اوږدوالي  دمحافظوي  ديوال دجوړولو کار دوام درلود چې له دې جملې څخه دپنځو پلونو ،  ١٠٨ پلګوټو او د ٢١٨٢ مترو په اوږدوالي د محافظوي ديوال دجوړولو کار  بشپړاو ګټې اخستنې ته سپارل شوي .
انجنير  فکور زياته کړه چې دنورو پروژو دعملي کولو کار په بيړه دوام لري او په ډير لنډ ممکن وخت کې به ګټې  اخستنې ته وسپارل شي .
ده داوبو دبندونو په باب وويل چې دکرنيزو اوبو په  ١٨ بندونو اودکانالونو دغاړو  دټينګښت د ٢١٤٤ مترو په اوږدوالي په غور کې دوام لري او په دې وروستيو وختو کې  دلعل اوسرجنګل  په ولسوالۍ کې ديوه ښوونځي او ديوه روغتيايي کلينيک نوې ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
ده زياته کړه چې له غير مشروطې  ولايتي بودجې  څخه شپږ بندونه ،د ٢٦٠ مترو په اوږدوالي د کانال او د ٥٢ مترو په اوږدوالي   محافظوي  ديوال جوړ شوى دى .
ده دغه راز  څرګنده کړه چې دولسي تړون کار دغور ولايت په مرکز او دشهرک ، تلوک او دلعل او سرجنګل  په ولسواليو کې پيل شوى دى او تراوسه پورې دعمراني پروژو په خاطر ٥١ غوښتن ليکونه د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا  وزارت ته رسيدلي دي .
ده وويل چې ددغو پروژو تطبيق  دخلکو په ژوندانه مثبتې  اغيزې کړې دي او زياتې  اسانتياوې يې برابرې کړي دي .
  ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته