ټولنه

د خواخوږی پیغام

کابل باخترد وږي ۲۱
دافغانستان د علماوو د سرتاسری شوری د خواخوږی پیغام!
په ډژورې خواشینۍ سره چی د دین او وطن د ښمنانو په ننګرهار کی په ښونځیو او د ملکی خلکو په لاریون وحشیانه حملی وکړی چی له امله يې زمونږ په لس ګونه بیګناه ملکی هیواد وال شهیدان او په لس ګونه نور ټپیان شول.
د افغانستان د عالمانو سراسري شوری دغه حملی غیر اسلامی او غیر انسانی عمل بولی او په کلکه  ئی غندی او له لوی خدای (ج) څخه شهیدانو ته فردوس جنت ،ټپیانو ته سملاسی روغتیا او دهغو کورنیو ، خپلوانو او دننګرهار ولایت مجاهد ولس او د شینوارو میړنی قوم ته د زړه صبر او عظیم اجر غواړی او له اړوندو امنیتی ارګانونو څخه غوښتنه کوی ترڅو زموږ د مسلمانو هیوادوالو د ځان او مال په ساتنه کی جدی هلی ځلی وکړی او ددغسی حملو عاملین په ګوته او د قانون منګلو ته یی وسپاری.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته