امنیت

دوه ماينونه کشف شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٤ :
د غبار- ٧ عملياتوپه دوام دوه ماينونه کشف او شنډ کړاى شوي دي.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غبار_ ٧ په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې د نورو امنيتي ځواکونو په ګډون پخوا د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په جنوب او شمالي سيموکې پيل شوي دي؛ په  تيرو ٢٤ ساعتوکې د دغو عملياتوپه بهيرکې دوه فشاري ماينونه کشف او شنډکړاى شوي دي.
د غبار_ ٧ عمليات د ډاراچوونکوله شتون څخه د نورو سيمو د پاکولو په مقصد په برياليتوب سره دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته