مهترلام باختر د چنګاښ د میاشتې ۳ مه
د لغمان ولایت د سلطان غازي بابا ښارګوټي د R1, R3, R10 د استوګنیزو پلانونو په سیمو کې د څه باندې لس میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۵ کیلو مټرو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په پراخوالي د سړک د رغولو چارې پیل شوې.
د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې؛ د دغه سړک یوولس کیلو مټره به د سلطان غازي بابا په ښارګوټي او پاتې څلور کیلو مټره به د شهیدانو د وارثانو په ښارګوټي کې جوړ شي، چې د جوړېدو چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
الکوزي زیاته کړه، چې د دې سړک په جوړېدو سره به د یادو ښارګوټو زرګونو خلکو ته په تګ راتګ کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل