ټولنه

د خواخوږۍ پیغام

کابل_باختر د ليندى د مياشتې ٧ مه

د انجنيرمحمدخان د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پیغام

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د بلخ ولایت د دولت آباد
ولسوالۍ اوسیدونکی د هېواد تکړه مجاهد، مبارز شخصیت د حزب اسلامي
افغانستان پيژندل شوی متعهد، استاد او دعوتګر مولوي خلیل الله لودین پرون د سولې او وطن د دښمنانو له خوا په شهيد کړى شو.

انا لله وانا الیه راجعون

خدای بخښلی لودین چې په هیواد او دین مین شخصیت اود خپل ولس په چوپړ کې ؤ،
پرون له غرمې وروسته په داسې حال کې چې د جمعې له لمانځه څخه د کور
په لور روان و، د دین او وطن د دښمنانو له خوا په ډزو سره شهيد کړى شو.
شهید مولوي خلیل الله لودین د سره پوځ د یرغل پرمهال د هیواد په ګوټ ګوټ
کې په تېره بیا د بلخ او بغلان په ولایتونوکې دښمن ته سخت ګذارونه
ورکړي او ترڅنګ يې د جهاد په سنګرونو او هم د هجرت په ټاټوبى کې بې شمیره
شاګردان روزلي.

د شهید مولوي لودین مړينه په کلو ټکوغندم، امینتي منسوبینوته سپارښتنه کوم
چې ډير ژر د شهید قاتلين ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د حزب اسلامي افغانستان ټولو مجاهدینو په ځانګړې توګه د بلخ ولایت مجاهد
ولس، د ارواښاد کورنۍ او خپلوانو ته د جمیل صبر، شهید ته له الله تعالې
څخه د فردوس جنت هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته