امنیت

په تخارکې د سيلاوونو له امله نهه تنه ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي لومړى :
په تخار ولايت کې  د وروستيو سيلاوونو د راوتلو له امله نهه تنه ووژل شول او څه ناڅه شل تنه نوريې ټپيان شول .
  د تخار د والي وياند سنت الله تيموري دباخترآژانس خبريال ته وويل چې  په تېره يوه اوونۍ کې ددغه ولايت په مرکز او دفرخار، ورسج، نمک اب،  چال او د رستاق  په ولسواليوکې  دسيلاوونو د راوتلو له امله نهه تنه ووژل شول او څه ناڅه شل تنه نور ټپيان شول او  دغه راز  داستوګنې  پنځه سوه کورونه  ويجاړ شول
  ده څرګنده کړه چې له دووه سوه کورنيو سره دسيمه ئيزې ادارې او د همکارو موسسو له خوا سملاسي مرستې شوې دي او دغه کورنۍ لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
ختم-  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته