کابل باختر دسلواغې درې ويشتمه :
لس تنه په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو جنايي جرمونو په تور ونيول شول .
دغه کسان دوروستيو٢٤ ساعتو په بهير کې دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل: په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا دنشه يي توکو دقاچاقو او انسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ