کابل باخترد سلواغې ٢٢ نيټه :
په بدخشان ولايت کې د طبيعي پيښو ن له څلور شپيته مصيبت ځپلو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
د بدخشان د ولايتې شورا مرستيال محمدسردار سروري د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ د بدخشان ولايت په تشکان ولسوالۍ کې له څلور شپيته مصيبت ځپلو کورنيو سره چې د روان کال په پيل کې يې خپل کورونه له لاسه ورکړې وو، د طبيعي پيښو درياست له خوا نغدي مرسته وشوه .
ده وويل ؛ له پيښو سره دمبارزې دعالي کميسيون دپريکړې له مخې په هرې کورنۍ پنځلس ، پنځلس زره افغانۍ وويشل شوې .
د بدخشان ولايت له پيښو سره د مبارزې رئيس سيدعبدالله همايون وايي: د دغه ولايت له مصيبت ځپلو کورنيو سره د نغدي مرستو بهير دوام لري. پاى ج ذ