کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دقرغې د ده عربانو دليسې د رايې ورکولو په مرکز کې ښځې له خپلو شيدې خورو ماشومانو سره دخپلو رايو د کارولو لپاره ورغلي دي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې په دې مرکز کې د رايې ورکوونکو شمير زياتيږي.
علاقمندي دومره زياته ده چې ښځې له خپلو شيدې خورو ماشومانو سره په ليکو کې ولاړې دي چې خپلې رايې وکاروي.
په دې مرکز کې د رايې ورکولو درې ځايونه دښځو لپاره او درې ځايونه دنارينه و لپاره شته.
په دې مرکز کې له غرمې وروسته تر دوو بجو پورې ١٣٩٤تنو نارينه و او ٤٦٥ تنو ښځو خپلې رايې کارولي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ