کابل باختردمرغومي دمياشتې١٨نيټه :
د هرات ولايت مقاماتو د مالياتو او عوايدو د راټولولو اود لګښت ټولو په پړاونو کې په شفافيت ټينګارکوي.
د مالياتو اوونۍ د ماليې وزارت د عوايدو د لوى رياست او د هرات مستوفيت په نوښت ،د سوداګرو د سوداګرۍ د خونو او دکسبګرو د ملي اتحاديې په همکارۍ نن په هرات ښارکې پيل شوه.
د هرات ولايت ټولنيزې مرستيالې مونسه حسن زاده د دغه پروګرام په پرانستلو کې وويل: په دې کې شک نشته چې د عوايد زياتوالى اوپه پرمختيايي پروژو کې د هغه لګښت د خلکو د پراخ رضايت او د عمومي خدمتونو د ښه والي سبب کېږي.
له همدې امله د خلکو بېلابېل قشرونه په تېره بيا د هرات ولايت د خصوصي برخې متشبثين اوکسبګر چې، د ماليو په ورکولو سره د کورنيو عوايدو زياته برخه تامينوي له دولت څخه غوښتنه کوي چې، د پرمختيايي پلانونو په ګډون طرحه شويو پلانونو په تمويلولو سره د پرمختيايي چارو د پراختيا په لاره کې له سيمه ييزو ادارو سره مرسته وکړي.
په دغو مراسمو کې د هرات مستوفي ميرويس حبيب زاده وويل: په تېر مالي کال کې د هېواد په سلو کې ٥،٤٧ بودجه له کورنيو منابعو څخه تمويله شوې ده.
د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو د مديره هيئت ريېس سعد خطيبي خصوصي برخې ته په خپل وخت د مالياتو د ورکولو له څرنګوالي څخه دپوهاوي په مقصد د ماليې د راټولولو دکمپاين اوونۍ ګټوره وبلله. پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل