جلال اباد باختر د غوايي دمياشتې ۲۵ مه
د جلال اباد ښار په اومې ناحیې پورې اړوند د درونټې په سیمه کې د پوهنې وزارت له پرمختیایي بودیجې څخه د لس میلیونو یو سلو څلور پنځوسو زرو افغانیو په مالي لګښت په شاوخوا اته بسوې ځمکه کې د بي بي مریم لیسې د نوي درسي بلاک د جوړولو چارې پیل شوې
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي باختر اژانس ته وویل چې دغه بلاک به د لسو میاشتو په موده کې په یو پوړ کې جوړ شي،چې لس درسي او څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات به ولري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ