ټولنه

ديني عالمان : دبډې اخيستوونکي اوبډې ورکوونکي اودهغوى ترمنځ دمنځګړي ګناه يوشان ده .

کابل باختر د ثور  څليرويشتمه :
ديني عالمانو دهېواد دپوځيانو ملاتړ دټولو خلکو په تيره بيا دديني عالمانو دنده اومکلفيت وباله .
ديني عالمانو چې نن يې دجمعې دلمانځه له اداکولو مخکې خبرې کولې څرګنده کړه چې ددې هېواد ميړني او مسلمان ځوانان دملي پوليسو ، ملي امنيت او دملي اردو په چوکاټ کې شپه او ورځ دهېواد او دخلکو دسراو مال ددفاع او ساتنې په خاطر قرباني ورکوي له دې امله ديني عالمانو او دټولنې ټولو قشرونو ته لازمه ده  چې دهغوى بشپړ ملاتړ وکړي .
دهېواد دمرکز او ولايتونو له يوشمير  جوماتونوڅخه دباختراژانس خبريالانو خبر راکړ .په دغو خطبو کې څرګنده شوه چې اسلام دسولې او اخوت دين دى نه دجګړې  او ورانکارې دين او هر هغه څوک چې ددغه مبارک دين له پتې  څخه په وحشت او دهشت لاس پورې کوي ، ماينونه ښخوي ، په ځانمرګي بريد لاس پورې کوي دهېواد دمسلمانو خلکو وينه تويوي او ديتيمانو او دکونډو شمير زياتوي له شک پرته تيروځي او دلوى خداى (ج )  په سخت عذاب اخته کيږي .
ديني عالمانو دهېواد پوځيان چې شپه او ورځ دجګړه مارانو او دهشت ګرو په وړاندې مبارزه کوي او قرباني ورکوي وستايل او ټينګار يې وکړ هغه کسان چې په دې لاره کې  قرباني ورکوي د شهادت لوړه درجه ترلاسه کوي دغه راز په دغو خطبو کې ديني لارښوونو او په اسلامي ټولنه کې دټولنيز حالت رعايتولو ته اشاره وشوه او وويل شول چې داسلام مبين دين د برابرى  ، وروولۍ او داخوت دين دى او دقومونو او مليتونو ترمنځ يې هر راز توپير او تبعيض  منع کړى دى . ديني عالمانو اداري فساد  دټولنې دټولو ناخوالو زيږنده وباله او ويې ويل که چيرې په غوڅه توګه ددغې پديدې  مخه ونه نيول شي زموږ اسلامي ټولنه لازيات دتباهۍ کندې ته ټيل وهي .
  واعظانو له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې په هېواد کې داداري فساد دټغر په راټولولو کې دې له عدلي ، قضايي او امنيتي بنسټونو سره هر اړخيزه  همکاري وکړي .
ديني عالمانو بډې اخستوونکى اوبډې ورکوونکى او دغه راز ددغو دواړو ترمنځ منځګړى يوشان مجرمين وبلل او ويې ويل چې مسلمانان بايد ځانونه  ددغه شان سترو ګناهونو څخه وساتي اوهيڅکله  په دې کار لاس پورې نه کړي .
  په دغو خطبو کې دفردي او ټولنيز نظافت او پاکوالي په رعايتولو هم ټينګار وشو او وويل شو چې تودوخه مخ په زياتوالي ده او بايد مسلمانان دفردي او دخپلې کورنۍ او ټولنې دروغتيا او سلامتيا په خاطر  لازياتې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته