کابل باخترد کب دمياشتې ٢٥ :
دپکتیکا والي محمد الياس وحدت د یوسف خېلو ولسوالۍ ته د سفر په وخت کې د ښوونیز بهیر د پیاوړي کولو په موخه د سیمې له دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، دپوهنې د برخې له مسوؤلینو او ښوونکو سره وکتل .
محمد الياس وحدت باختراژانس ته وویل د یوسف خېلوولسوالۍ اوسېدونکي له زده کړې سره ځانګړې مینه لري او په سیمه کې یې ښوونیز بهیر ورځ تر بلې د پیاوړي کېدو په حال کې دی.
وحدت زیاته کړه چې د پکتیکا د نورو سیمو ترڅنګ دیوسف خېلو ولسوالۍ ته هم ځانګړې پلانونه لري دده په وينا په راتلونکی تعلیمي کال به د نویو پرمختګونو شاهدان واوسوو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ