کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ پوليسو دڅو تنو غلو دنيولو خبر ورکړ .
دبادغيس ولايت دوه تنه اوسيدونکي چې د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې
د څاريو په غلا کولو بوختو دپوليسو له خوا ونيول شول.
دغه راز د هغو افرادو درې موټر سايکلونه چې په همدې ولسوالۍ کې يې د موټر دتيلو د غلا نيت درلود هم کشف شوي دي .
د هرات د ګذرې ولسوالۍ د پوليسو يو مسوول باختر آژانس ته وويل :
په جلا عملياتو يوسراچه ډوله موټرله سندونو پرته له دغې ولسوالۍ څخه کشف شوى دى او دپړاونو دبشپړولو په مقصد د ترافيکو مديريت ته ليږدوي شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ