ټولنه

ددوستم دخيريه بنسټ له خوا په سرپل کې له زرو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
په  سرپل ولايت کې  د دوستم  د خيريه بنسټ له  خوا له  زرو شهيدو، معلولو ،بيوزلو  او له نا امنو  سيمو څخه   د  بيځايه شويو  کورنيـــــو سره  د خوراکي  توکو مرسته وشوه .
د سرپل د ولايتي شورا رئيس مولوي  نورمحمد بيګ  د باخترآژانس خبريال ته وويل : په دغو توکو کې  اوړه ، وريجې  او غوړي شته  چې په هرې کورنۍ  يوه     ٥٠  کيلويې بورۍ   اوړه ، يوه  ٢٥ کيلويي بورۍ  وريجې ، يوه بوشکه غوړي شته  چې ددوستم د خيريه بنسټ له خوا مرسته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده  چې مخکې له  دې  د٢٠٩  شاهين   قول  اردو  له خوا      په دغه ولايت کې له سيلاو ځپلو کورنيو سره  د خوارکي توکو  او دلګښتي مالونو  مرسته شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته