امنیت

په غزني کې اووه پوځيان په چاودنه کې شهيدان شول

 کابل / د زمري ١٩مه / باختر
په غزني کې تېره شپه په يو موټربم چاودنه کې ٧ پوځيان شهيدان او٢٣ نور يې ټپيان شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني سيمه ييز مسوولان وايي د غزني ښار د په روضه کوتل سيمه کې د عامه نظم پر کنډک د وسله والو مخالفینو په موټر بم بريد کې  د عامه نظم ۴ پوځيان او ۳ پوليسان شهيدان او د عامه نظم کنډک ٢٣ نور سرتېري او پوليس ټپيان شول.
له چاودنې وروسته، وسله والو مخالفينو غوښتل د عامه نظم کنډک ته ننوځي، خو له ننوتو مخکې د پوځيانو له خوا ووژل شول.
په پېښه کې وسله والو مخالفينو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو تراوسه يې دقيق شمېر نه دی معلوم.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته