کابل باختر د ثور د مياشتې ١٧ :
په روزګان ولايت کې په پوځي عملياتوکې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه عمليات څه ناڅه پنځه ورځې مخکې د وسله والو طالبانوله شتون څخه د ترينکوټ _ دهراوود د لويې لارې د پاکولو په مقصد د ملي اردو او د ملي پوليسو د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون پيل شول چې اوس هم دوام لري.
په روزګان ولايت کې د پوليسو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې
د دغوعملياتو په بهيرکې تر اوسه پورې د وسله والو طالبانو د ډلې د دريوتنو
سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون اتلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه قوماندان وايي چې په دغو عملياتوکې تراوسه پورې سرتيرو او ملکي وګړو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
ده وويل چې په دغو عملياتوکې هلې ځلې کيږي چې د طالبانود پټځايونو په له منځه وړلو او د هغوى په ځپلو سره سپرليو او د سيمې اوسيدونکو ته د ترينکوټ _ دهراوود لويه لاره په امنه لاره بدله کړي .
ويل کيږي؛ پوځيان په دغو عملياتوکې په دې بريالي شوي دي چې په لسګونو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي او د پوځي قرارګاوو په جوړولو سره د خلکو امنيت تامين کړي.
دغه لويه لاره چې د روزګان ولايت مرکز د ترينکوټ ښار له دهراوود ولسوالۍ سره نښلوي؛ په دې وروستيوکې د وسله والــــو طالبانو د فعاليت او شتون ډګر و.
1 1 دقیقه لوستل