کابل باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
په سرپل ولايت کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو يو پوځي شهيد اويوبل سرتيرى ټپي شو .
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته دسرپل _ شبرغان په لويه لاره کې هغه وخت وشوه چې پوځيانو غوښتل چې يوښخ کړى شوى ماين شنډ کړي .
ويل کيږي چې دغه ماين له لرې واټن څخه ټيک هغه وخت وچول شو چې پوځيان دهغه په شنډولو بوخت و .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند کاظم کنعان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې يو پوځي شهيد اويوتن بل يې ټپي شو .
له دغې چاودنې وروسته په پوځيانو دطالبانو له خوا بريد وشو خو يرغلګر له نښتې وروسته له سيمې څخه تيښتې ته اړ شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ