کابل باختر د وري يوولسمه :
ديارلس کيلوګرامه نشه يي توکي تېره شپه د نيمروز ولايت د زرنج ښار په مربوطاتوکې د پوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول .
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال جيلاني ابوبکر د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه توکي د زرنج ښار په مربوطاتوکې د پوليسو د ځواکونو د ځانګړو عملياتوپه ترڅ کې د استوګنې له يوه کورڅخه کشف او ترلاسه شول.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: د دغو توکو په اړوند يوتن د زرنج ښار د معصوم آباد په کلي کې نيول شوى دى.
د يادونې وړ ده چې نيول شوى سړى نور احمد نوميږي او د فراه ولايت د بکوا ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى چې پوښتنې ترې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ