ورزش

افغان کلپ ټيم د آسمايي ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٩
په کابل کې د نجونو دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ څلورمه دوره پرون د آسمايي او دافغان کلپ د ټيمونو ترمنځ پيل شوې.
د نجونو دفوټبال مسوولې زهرې نن باختر آژانس ته وويل: په دې لوبه کې دافغان کلپ ټيم په يوه په زړه پورې لوبه کې د صفر په وړاندې په شپږو سره د آسمايي ټيم ته ماتې ورکړه .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دنجونو دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ له پرون څخه د شپږو ټيمونو ترمنځ په دوو ګروپونوکې دفوټبال فدراسيون په ډګر کې پيل شوې دي چې هره اوونۍ په دريو لوبو سره دوام کوي.
زهرې زياته کړه: د دغو سياليو د ترسره کولو هدف ملي او د اوولس کلنو ځوانانو ټيمونو ته د غوره څيرو معرفي کول دي.
دغه سيالۍ دوه مياشتې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته