کابل باختردتلي شپږويشتمه
د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني په مشرۍ جوړه شوه .
د باختر آژانس دخبريال د خبر له مخې: په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون رييس خبرې وکړې او ويې ويل چې د ولسي جرګې د فرهنګي او ديني چارو کميسيون تېره اوونۍ د رسنيو له خپرونو څخه يو ډول شکايت وکړ .
سره له دې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيان په آزادۍ ژمن دى؛ خو ځينې رسنۍ د مطبوعاتو له آزادۍ څخه خپل تعريف لري.
ده وويل: موږ بايد د رسنيو خپرونو ته پاملرنه وکړو او رسنۍ هم مکلفې دي چې له قانون سره سم دې ملي ګټې او ارزښتونه په پام کې ولري.
وروسته د کميسيون غړو د موضوع په باب يولړ نظريې وړاندې کړې .
دغه راز غونډې پريکړه وکړه، هغه کسان چې شکايت کوي؛ په مستند ډول دې کميسيون ته مراجعه وکړي او کميسيون به هم له قانون سره سم عمل وکړي.
0 1 دقیقه لوستل