کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دهيواد امنيتي ځواکونو پرون دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې يوولس تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار، لغمان، هرات، لوګر، پکتيکا، کاپيسا، سرپل، تخار ، جوزجان ، فارياب ، ارزګان او د هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ١١ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول؛ ٦ تنه ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ