کابل باختر د وږي څلورمه :
په غزني ولايت کې دملي اردو دميشتې لوا دقوماندانۍ مسوولينو ويلي دي چې دبدر يک په نامه دغه ځانګړي عمليات دکابل _ قندهار په لويه لاره کې دغزني له ښار څخه تر ميدان وردګو پورې پيل شوي دي .
په دغو عملياتو کې به دملي اردو له ګوزارنيزو ځواکونو څخه هم مرسته وغوښتل شي .
خبرځاى ددغو عملياتو دپيلولو هدف دکابل _ قندهار دلوې لارې دامنيت تامينول وبلل او ويې ويل ،دکابل _ قندهار لويه لاره دهيواد يوه کليدي لاره بلل کيږي چې دناامنيو له امله دغه لاره دمرګانې لارې په نوم نومول شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ