کابل باختر دزمري نولسمه :
دوه تنه په دې خاطر چې په ورځنيو معاملوکې يې پاکستانۍ کلدارې کارولې ؛ په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان پرون د پوليسو له خوا له هغه وروسته ونيول شول چې په خپلو معاملو کې يې پاکستانۍ کلدارۍ کارولې .
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل چې له دغو دوو تنو څخه په سلګونو زره پاکستانۍ کلدارې ترلاسه شوې دي .
ده وويل: نيول شويو کسانو په خپلو ورځنيو معاملوکې پاکستانۍ کلدارې کارولې.
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت د پوليسو مقاماتو ددغه ختيځ ولايت اوسيدونکو او پلورونکو ته خبر دارى ورکړى: که چيرې په خپلو ورځنيو معاملو کې پاکستانۍ کلدارې وکاروي؛ له قانون سره سم به مجازات شي .
1 1 دقیقه لوستل