اقتصاد

دقندهار ښار دحلقوي سړک دقيرکولو کار پيل شو .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٥
دقندهار ښار دحلقوي سړک د قيرکولو کار پيل شو.
ددغه پروګرام په لومړى پړاو کې ټاکل شوې ده پنځه کيلو متره  سړک قير شي .
دغه حلقوي سړک دقندهار ښار له څيرمه ساحې څخه پيل او د ډنډ له ولسوالۍ څخه په تيريدو سره د پنجوايي او ژيړۍ دولسواليو له  لارې دقندهار – هرات له لويې لارې سره نښلول کيږي.
دقندهار والي ډاکتر توريالي  ويسا باختر آژانس ته وويل :   دغه حلقوي سړک دپنځو کيلومترو په  اوږدوالي او اوو مترو په سور سره قير کيږي .
دقندهار والي ددغه سړک دقيرکولو هدف په ښارکې دګڼه ګوڼې  او خونړيو ترافيکي  پيښو او دښار دسړکونو د ويجاړتيا دمخنيوي او  دبار وړونکو او
مسافر وړونکو موټروته  دتګ راتګ په خاطر دآسانتياو  برابرول  وباله.
ددغه سړک دپخولو لګښټ پنځه ديرش مليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې دقندهار ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کيږي.
په همدې حال کې دقندهار والي دقندهار ښار او دسپين بولدک په ولسوالۍ کې بار دکنترول د دوو دستګاو  درولوته  په اشارې سره  سوداګرو او موټر چلونکو ته خبر دارى ورکړ  چې له ټاکلې اندازې څخه دې خپل وسايط زيات بار نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته