ټولنه

په بدخشان کې د يو شمېر ټولګټو پروژو کار بشپړ شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٦
په بدخشان ولايت کې د ملي پيوستون د څه ناڅه ٢٤٠ ټولګټو پروژو کار بشپړ او پرون د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ : ددغو پروژو کار د ٣٥٢ مليونو ٨٧٢ زرو افغانيو په لګښت د دغه ولايت د خواهان، تيشکان، بهارک، جرم، شيکي، وردوج ، کران او منجان او د تګاب په ولسواليوکې بشپړ او د خلکو استفادې ته وړاندې شوې دي.
په دغو پروژوکې د ټولنيزو مرکزونو، د اوبو بريښنا د کوچينو بندونو، پلګونو، د اوبو رسولو دشبکو، د اوبو لګولو د کانالونو، محافظوي ديوالونو، استنادي ديوالونو، ګبيوني ديوالونو، پلونو او د سړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دي.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په بدخشان ولايت کې د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې ١٨١٦ کلي تر پرمختيايي پوښښ لاندې نيولي او په بېلابېلو برخوکې ٣٦٢١ پروژې بشپړې او د خلکو د استفادې وړګرځولې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته