امنیت

دنورستان دپوليسو يو قوماندان دماين دچاودنې له امله ټپي شو .

کابل باختر د تلي  څوارلسمه :
دنورستان ولايت دپوليسو يو قوماندان نن دماين دچاودنې له امله ټپي شو .
دغه پيښه دوامه  ولسوالۍ په لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دنورستان ولايت دپوليسو  درستيزوال  وال  ډګروال  مومن  دسپرلۍ موټر په ماين وخوت .
  دنورستان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت  آمر ډګروال محمد فاروق  دباختر آژانس خبريال ته وويل :   چې په دې چاودنه کې دګروال مومن سخت ټپي شوى دى.
  دامنيت د آمر دڅرګندونوله مخې :  دغه ماين په واټ کې ځاى پرځاى او له لرې واټن څخه د وسله والو طالبانو له خوا کنتروليده.
يوه سيمه ييز اوسيدونکي چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي  وويل چې     په دې چاودنه کې دنورستان دپوليسو درستيزوال له خپلودريو تنوساتونکو  سره يې  وژل شوى دى .
  دنورستان سيمه ييزو مسوولينو وسله وال طالبان ددغې  ناوړي پيښې  مسوول وبلل  او ويې ويل  چې امنيتي مامورينو ددغي پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته