کابلباختر د سنبلي١٢
د تاله اوبرفک له ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبان په شړلو سره د دغې ولسوالۍ د خلکو په لاره کې ټول پراته خنډونه او ستونزې لرې شوي دي او خلک په زياته
اندازه درايې ورکولو مرکزونو ته مراجعه کوي .
ويل کيږي چى اوس د دغې ولسوالۍ اوسيدونکي له لرې کليو او بانډو څخه درايې ورکولو د کارتونو د ترلاسه کولو او د انتخاباتو په بهير کې دګډون لپاره د ولسوالۍ مرکز ته مرا جعه کوي .
په تاله او برفک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرخلاف دپاڅون کوونکو مشر عبدالکريم خيرخواه باخترآژانس ته وويل : دهغه وګړني پاڅون په بهير کې چې پخوا ددغې ولسوالۍ دسلګونو تنو اوسيدونکو په ګډون په دغې ولسوالۍ کې
د طالبانو پرخلاف وشو وسله وال طالبان له دغې ولسوالۍ څخه شړل شوي دي .
خيرخواه د امنيتي شرايطو د ښه والي اود انتخاباتو په بهير کې دخلکو دګډون په کار کې د وګړني پاڅون رول مهم او اساسي وباله او په دغې ولسوالۍ کې يې د رايې ورکولو د کارتونو د ويشلو د بهيرد دوام غوښتنه و کړه .
د تاله او برفک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن کريم داد د ښه امنيت د تامينولو په کار کې له دولت سره د خلکو همکاري مهم ګام و باله او زياته يې کړه چې له وګړني پاڅون وروسته درايې ورکولو د کارتو نو دويشلو په مرکزونو کې دخلکو ګډون زيات شوى دى .
د بغلان ولايت دانتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس عبدالملک حنيفي درايې ورکولود مرکزونو د فعالولو په خاطر خلکو ته ډاډ ورکړ او دانتخاباتو په بهيرکې يې دهغوي دهڅونې په لاره کې دعالمانو او دجوماتو و د امامانو او واعظانو دپراخو تبليغاتو غوښتنه و کړه .
1 1 دقیقه لوستل